د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير نن د مالیزیا لومړي وزیر د استازې اغلې ډاکټرې شاه زلينا په مشرۍ د مالیزیا د لومړي وزیر د دفتر، دفاع، کورنيو او بهرنیو چارو وزارتونو له استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

‏د دې ليدنې په پيل کې اغلې ډاکټرې شاه زلینا د دغه پلاوي د راتګ موخه له ا.ا سره د مالیزیا د اړیکو پراختیا وبلله وې ويل، د هېواد لوړپوړي چارواکي يې د افغانستان په هکله مثبت نظر لري او حاضر دي چې د افغانستان ا.ا سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

‏د نوموړې په وینا، پر ا.ا د بنديزونو باوجود افغانستان په ځینو برخو کې ښه پرمختګونه کړي، خو له بده مرغه نړیوالې رسنۍ په افغانستان کې د لاسته راوړنو د پیکه کولو هڅه کوي.

راغلي پلاوي د افغانستان او ماليزيا ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه د دې ډول تګ راتګ پر دوام ټينګار وکړ وې ويل، دوی به د ا.ا پیغام په پلازمېنه کوالالامپور کې خپلو لوړ پوړو مقاماتو ته ورسوي.

همداراز د مالیزیا هيواد ياد پلاوي له نړۍ سره د ا.ا د تعامل په برخه کې هم د خپلې هراړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

‏ محترم مو.لو.ي عبدالکبير، ياد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال ماليزيا هېواد د افغانستان دوست یاد کړ وې ویل، هیله لري چې دا ډول ناستې به د کابل او کوالالامپور تر منځ د مثبتو او رغنده اړیکو سبب شي.

‏د ا..ا سیاسي مرستیال، مالیزیا په اسلامي نړۍ کې د پرمختګ ښه بېلګه وبلله او زیاته ئې کړه، یاد هېواد د ا،ا په بهرني سیاست کې مهم او ځانګړی ځای لري.

محترم مو،لو،ي عبدالکبير څرګنده کړه، د افغانستان عیني شرایط او وضعیت د هغه څه خلاف دي چې غربي رسنۍ یې په هکله په خپلو راپورونو کې يادونه کوي ، ځکه ځینې کړۍ د افغانستان پرمختګ او ارامي نشي زغملی.

‏د افغانستان اْ.اْ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، ا..ا په افغانستان کې بشپړ امن حاکم کړی، له همدې امله مالیزیايي پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې بلنه ورکوي، ترڅو د سوداګرۍ سربېره د دواړو هيوادونو ترمينځ د مثبتو اړیکو سبب هم شي.

‏محترم مو..لوي عبدالکبير په اقتصادي او سیاسي برخو کې د ا،.ا لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، د سیمې په ګډون نړۍ له افغانستان څخه اندېښنه نه لري.

‏د دغې ليدنې په پای کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مالیزیا له مرستو او همکارۍ په مننې وویل، ا.ْا دا مهال له تېر حکومت څخه په میراث له ورپاتې فقر سره مبارزه کوي څو د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راشي، خو په دې برخه کې د نړیوالو همکاریو ته هم اړتیا لیدل کیږي.