مالیزیا کې د ا،ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د FXI ټکنالوژي سیستم له رئیس ښاغلي داتو ډاکټر فتح الباري سره ولیدل

‏ښاغلي احمدي د یاد شرکت رئیس ته په سفارت کې راغلاست ووایه او د هیواد لنډ حالات یې ورسره شریک کړل، د یاد شرکت ټیم هم د خپلې ټکنالوژۍ او سیستمونو اړوند پرېزنټېشن وړاندې کړ، چې د تجارتي او ګمرکي سیستمونو اړوند وو. انلاین تجارت، ځمکنی او د هوا لارې تجارت ټول سره نښلوي، صادرات واردات به ټول یو سیستم کې معلومېږي، د داخلي عوایدو دا رنګه انلاین تجارت برخه هم شته پکې، چې په کارونو کې نهایت چټکتیا او شفافیت را منځ ته کوي دا رنګه د عوایدو د فرار مخه پکې نیول کېږي، د ممنوعه توکیو د صدور او ورود مخه هم پکې نیول کېږي‏ ښاغلي احمدي ډاډ ورکړ چې موضوع به له مربوطه مراجعو سره شریکه کړو او هیله لرو دا سیستم افغانستان ته انتقال کړو. ښاغلي ډاکټر فتح الباري وویل چې افغانستان زموږ ورور او دوست هیواد دی او د زړه له کومې غواړو همکاري ورسره وکړو