مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د پرلیس ایالت له مفتي او د پرلیس اسلامي پوهنتون له رئیس سره ولیدل

ښاغلي نقیب الله احمدي کیده او پرلیس ایالت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پرلیس ایالت د مفتي ښاغلي دوکتور داتو محمد عصري د بلنې په اساس ملاقات وکړ

په یاد مجلس کې د پرلیس اسلامي پوهنتون رئیس ښاغلي پروفیسور ډاکټر محمد رزمي، د پرلیس ایالت د دیني چارو د عالي شوراء رئیس او ځینو تجارانو هم ګډون درلود، چې ښاغلي احمدي له بلنې مننه او خوښي څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د سیاسي او اقتصادي حالت اړوند تفصیلي وینا وکړه او جوته یې کړه چې الحمدلله د ثبات او امنیت په راتګ سره د پرمختګ کارونه روان دي او په افغانستان کې یې د سرمایه ګزارۍ لپاره د شته فرصتونو یادونه وکړه. د پرلیس مفتي ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه، چې تاسې زمونږ بلنه ومنله او پرلېس ته راغلئ، موږ ټول له افغانستان سره مینه لرو او ستاسې د مبارزې ستاینه کوو او موږ غواړو افغانستان ته سفر وکړو چې علماء او تجاران به راسره بوځو، ستاسې له تجربو به ګټه پورته کړو او وبه ګورو چې موږ د افغانستان لپاره څه کولی شو! غواړو د مالیزیا او افغانستان مسلمان ملتونه سره نږدې کړو او هلته له شته فرصتونو د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي اړیکو د بهبود لپاره ګټه پورته کړي

دا رنګه د پرلیس اسلامي پوهنتون رئیس افغان محصلینو ته د بورسیو د ورکولو ژمنه هم وکړه

د دې سفر په ترڅ د پرلیس ایالت له ولیعهد سره هم لیدنه تر سره شوه، دا رنګه ښاغلي احمدي په پرلیس اسلامي پوهنتون کې د شته افغان محصلینو حال هم واخیست