یاد کنفرانس چې په پلازمېنه کوالالمپور کې د یوې اونۍ لپاره جوړ شوی وو، د سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي یې د افتتاح او پای په مراسمو کې ګډون وکړ. دا کنفرانس هر کال په مالیزیا کې جوړېږي، چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو حافظان پکې ګډون کوي، سږ کال د نړۍ له ۷۱ هیوادونو څخه نږدې ۱۰۰ تنه د قرانکریم حافظانو پکې برخه اخیستې وه، چې وروستۍ غونډې ته یې د مالیزیا پاچا ښاغلی سلطان ابراهیم، د کابیني وزیران، د مسجد الحرم امام شیخ ماهر معیقلي او د بهرنیو هیوادونو سفیران راغلي وو. ممتازو حافظانو ته پاچا په خپل لاس ستاینلیکونه او جوایز ورکړل. قریب ۶۰ کاله کېږي هر کال مالیزیا کې دا کنفرانس جوړېږي.