ماليزيا کې د افغانستان ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي، کوالالمپور-مالیزیا کې د ايشیا پاور له خوا جوړه شوې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ!

ماليزيا کې د افغانستان ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي د دې هيواد په مرکز کوالالمپور کې د ايشیا پاور له خوا د روانې لړم میاشتې په ۱۷ نېټه جوړه شوې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ، د ایشیا پاور هر کال نړيوالې غونډې جوړوي او په اسيایي هيوادونو کې د ټکنالوژۍ، اوبو، برېښنا او ګازو په برخه کې مشهورو کمپنيو او شرکتونو ته د نوښتونو او ښو لاس ته راوړنو په اساس ايوارډونه ورکوي، چې له نېکه مرغه سږ کال له افغانستانه هم د برېښنا شرکت په ګډون دوه سترو شرکتونو بيات پاور د ګازو او ترکي ۷۷ شرکت د سولري برېښنا په برخه کې دا وياړ تر لاسه کړی وو او په دې نړيواله غونډه کې یې ګډون کړی وو، چې ايوارډونه یې تر لاسه کړل، د افغانستان برېښنا شرکت په استازيتوب او د یادو شرکتونو د لا هڅونې په پار ماليزيا کې د ا.ا لوی سفارت سرپرست هم ګډون کړی وو او خوښي يې څرګنده کړه، چې موږ ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روان یو، دا د وياړ ځای دی چې د سترو نړيوالو شرکتونو او کمپنيو په قطار کې د افغانستان شرکتونو هم خپل ايوارډونه تر لاسه کړل او لا ډېره هڅه بايد وکړو تر څو د هيواد د ښېرازۍ لپاره شپه ورځ کار وکړو، ځکه چې کارونه مو له وختونو څخه زيات دي.
‏ښاغلي احمدي زياته کړه، چې د افغانستان په تاريخ کې د پرمختګ او ابادۍ لپاره اوس تر ټولو ښه فرصت په لاس راغلی افغانان بايد لاسونه سره ورکړي او په مشترکه د ګران هيواد د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي،‌ کوم افغان تجاران چې په بهر کې سرمايې لري، هیله ده خپل هيواد ته را وګرځي او د خپل وطن په ابادۍ کې ونډه واخلي او دلته پانګونه وکړي، له نړيوالو کمپنیو هم هیله کوو، چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له فرصتونو څخه ګټه واخلي او هر څوک کولی شي افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.