‏مالیزیايي لوړ پوړي هيئت د ا.ا.ا له بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي سره ولیدل

کابل ته راغلي د مالیزیا هیواد د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو، د مالیزیا د صدراعظم د دفتر سلاکارانو او د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقی سره وکتل.

یاد لوی پلاوی چي افغانستان ته یې د اړیکو د پراختیا په موخه سفر کړی په پیل کي یې د مالیزیا هیواد د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي داتو سري اسامه حاجي محمد بن حاجي حسن راوړی پیغام متقي صاحب ته وسپاره

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان او مالیزیا د اولسونو او حکومتونو ترمنځ شته دیپلو ماتیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړېکې د لا پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا هیواد له مرستو مننه وکړه

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: چې په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه شت

افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي. له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي

افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي

متقي صاحب وویل: د افغانستان حکومت د مالیزیا له حکومت څخه غواړي چې د هغو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره چې اوس مهال په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي

د مالیزیا د پلاوي غړو وویل

د مالیزیا حکومت غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي

‌ مېرمن داتو دوکتور شازلینا د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت و ارزاوه او تمه یې وښوده چې په نږدې وخت کې به د مالیزیا سوادګریز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي

مېرمن داتو دوکتور شازلینا زیاته کړه: مالیزیا هوډ لري چې د افغان دیپلوماتانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي

په پای کې د بهرنیو چارو وزیر په یادو برخو کې له افغانستان سره د مالیزیا له لېوالتیا او همکاریو مننه وکړه