کوالالمپور کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي تایلند هیواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د اسلامي مرکز له رئیس شيخ الاسلام هارون بونشام سره ولیدل.
شیخ الاسلام په تایلند کې د مسلمانانو سیاسي او روحاني مشر بلل کېږي، چې د یاد هېواد د پاچا له لوري انتخابېږي او هلته ټولې اسلامي چارې پر مخ وړي.
په لیدنه کې د تایلند له حکومت سره د اړیکو په جوړولو او پیاوړي کولو خبرې وشوې، ترڅنګ یې هلته له مېشتو مسلمانانو سره په اړیکه کې د پاتې کېدو ترڅنګ په ګڼ شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو.
د تایلند د مسلمانانو مشر په لیدنې خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې یې د افغانستان او تایلند تر منځ د اړیکو جوړولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ