مالیزیا کې د افغانستان ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست د پاچا د مخه ښې په شاهي مېلمستيا کې ګډون وکړ

مالیزیا کې د ا ا.ا لوی سفارت سرپرست نقيب الله احمدي د یاد هيواد د پاچا ښاغلي سلطان عبدالله ریاض الدین المصطفی بالله د باچاهۍ دورې پوره کېدلو او مخه ښې په پار شاهي قصر کې جوړې شوې ځانګړې مېلمستيا کې ګډون وکړ. په یاده مېلمستيا کې د ماليزيا اوسني صدر اعظم ښاغلي انور ابراهیم، پخواني لومړي وزیر ښاغلي مهاتیر محمد، نورو مخکنیو لومړي وزیرانو، د کابینې وزیرانو، د پارلمان وکیلانو، بهرنیو سفیرانو او مېلمنو هم ګډون کړی وو، چې د بهرنیو چارو وزیر په شمول له ډېرو وزیرانو سره د افغانستان اړوند خبرې وشوې.