مالیزیا کې د ا.ا،ا لوی سفارت سرپرست د یاد هیواد دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له مرستیال سره ولیدل

کوالالمپور د ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په خپل دفتر کې د مالیزیا دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مرستیال ښاغلي محمد یاني سره ولیدل، په ليدنه کې افغانستان ته د دوی د وروستي سفر د موضوعاتو او نتایجو اړوند بحث وش

ښاغلي یاني وویل هغه څه چې میډیا کې مو اورېدلي وو او هغه څه چې افغانستان کې مو ولیدل، ډېر مختلف وو، هلته په دريو کلونو کې ډېر کار شوی وو او زموږ له لوري شوې وعدې به ټولې أن شاءالله عملي کېږي، په مجموع کې په مالیزیا کې د افغانستان اړوند نظر ډېر ښه شوی دی، زموږ نظام لېوال دی چې له کابل سره اړیکې نورې هم ښې شي.ليدنه په دوستانه فضاء کې پای ته ورسېده