مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست تایلند کې له افغان سوداګرو او محصلینو سره ولیدل

کوالالمپور کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي تایلند هیواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې په یاد هیواد کې له مېشت افغان سوداګرو او محصلینو سره ولیدل، په یاده لیدنه کې ښاغلي احمدي د نظام په پرمختګونو، لاس ته راوړنو، ژمنتیا او خدمت لنډې خبرې وکړې. بیا یې څرګنده کړه، چې مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت د تایلند او ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو لپاره هم کار کوي، له همدې امله ستاسې د ستونزو اورېدو او د حل په موخه راغلي یو، چې د خپل وس او توان په اندازه به ستاسې ستونزې حلوو.

افغان سوداګرو د ښاغلي احمدي له سفر څخه خورا زیاته خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې لومړی ځل دی افغان سفیر تایلند ته راځي او د خلکو ستونزې اوري، بیا یې د پاسپورتونو، ویزو او ځينې نورې ستونزې شریکې کړې، چې د ښاغلي احمدي له خوا ورسره وعده وشوه چې له اختر وروسته به له سفارت نه يو ټیم تایلند ته د پاسپورتونو د بایومیټریک او توزیع لپاره سفر کوي.

دا رنګه افغان محصلینو هم خپلې ستونزې، چې د سکالرشیپونو نه شتون وو، ذکر کړې، چې له اړوندو ادارو سره به شریکې شي.

تایلند د اسیا په سویل ختیځ کې ستر هیواد دی، چې افغان سوداګرو هلته سلګونه میلیونه ډالره پانګونه کړې او له سلو زیاتې کمپنۍ لري.

ښاغلي احمدي سوداګرو ته د يوې ټولنې جوړولو مشوره ورکړه او په خپل هیواد کې یې پانګونې ته وهڅول.