‏مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست د کیده ایالت له مفتي سره ولیدل

‏کوالالمپور کې د ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا کيده ایالت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ایالت له مفتي ښاغلي داتو شيخ فاضل سره وکتل

‏ښاغلي احمدي په لیدو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان اړوند یې مفصل معلومات وړاندې کړل، هلته د اسلامي نظام په پرمختګونو یې رڼا واچوله او دا چې زموږ د نظام په رأس کې علماء دي، نو موږ هم غواړو له علماوو سره ښه روابط ولرو، تاسې کولی شئ د مالیزیا ملت او خلکو ته زموږ د اسلامي نظام اړوند معلومات ورکړئ، ښاغلي مفتي په لیدو زیاته خوښي څرګنده او ویې ویل چې هلته د اسلامي نظام په جوړېدو له زړه نه خوښ یو او موږ همېشه له تاسې سره یو.

‏د لیدنې په بهیر کې د علمي تجربو په شریکولو او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشو.