مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست په مالیزیا کې مېشت افغان سوداګرو سره ولیدل

ښاغلي نقیب الله احمدي په لومړي سر کې افغان تجارانو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې څرګنده کړه چې د سفارت بلنه یې په خوښۍ ومنله.

ښاغلي احمدي د اسلام په رڼا کې د تجارت په اهمیت او اصولو رڼا واچوله او له تجارانو یې وغوښتل چې ټول اسلامي اصول په نظر کې ونیسي تر څو د حلال کاروبار ترڅنګ با برکته ګټه ترلاسه کړي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې ا.ا.ا په پراخه کچه د سوداګرو ملاتړ کوي او کوښښ کوي چې ورځ تر بلې مالیه، انتقالات او ترانسپورتي چارې د سوداګرو پر وړاندې آسانه کړي، تجارنو سره هم ښایي د هیواد د پرمختګ لپاره کار وکړي او له اسلامي نظام ملاتړ او همکاري یې وکړي.

په مالیزیا کې د افغان سوداګرو ټولنې رئیس حاجي نور احمد د ا.ا.ا لوی سفارت له بلنې مننه او خوښي څرګنده کړه او له راغلیو تجارانو څخه یې وغوښتل چې افغانستان ته د اموالو صادرولو پرمهال کیفیت په نظر کې ونیسي او له اوسني حکومت څخه ملاتړ وکړي. همداراز، نوموړي مالیزیا کې د افغان سوداګرو د ویزو اخیستو پروسه کې د مشکلاتو یادونه وکړه چې د ا.ا.ا لوی سفارت له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.

ناسته د ماښامنۍ وروسته پای ته ورسېده.