‏مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست په کوالالمپور کې د اندونیزیا له سفیر سره ولیدل

مالیزیا کې د ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په یاد هيواد کې د اندونیزیا له سفیر سره په ليدنه کې د دواړو هيوادونو په دوه اړخیزو تاریخي اړیکو بحث وکړ.

ښاغلي احمدي څرګنده کړه، چې اندونیزیا په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو ستر هیواد دی او هیله لرو، چې له افغانستان سره يې اړیکې نورې هم نږدې شي.

په پای کې د دواړو هيوادونو د سفارتونو تر منځ په اړیکه او همکارۍ ټينګار وشو.