مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د البخاري نړیوال پوهنتون له اجرایوي رئیس سره ولیدل.

ښاغلي احمدي د البخاري نړیوال پوهنتون له رئیس ښاغلي داتو ډاکټر عبدالعزیز سره د نوموړي په کاري دفتر کې د لومړۍ تعارفي ناستې تر څنګ د یاد پوهنتون د افغان محصلینو ستونزو شریکولو او ورته نورو موضوعاتو باندې د بحث په موخه ولیدل.

په پیل کې ښاغلي نقیب الله احمدي د البخاري نړیوال پوهنتون له رئیس افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې او مناسب تحصیلي چاپیریال چمتو کولو له امله مننه وکړه، ورپسې یې مالیزیا د افغانستان دوست هېواد وباله، نوموړي وویل چې په افغانستان کې د مالیزیا په اړه یو ښه تصور موجود دی، هيله ده چې مالیزیا د لا زیاتو تحصیلي بورسونو او فرصتونو په وړاندې کولو له اوږدې مودې جګړه ځپلي افغانستان سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

ښاغلي احمدي دغه راز زیاته کړه چې افغانستان له اوږده ستونزمن مزل وروسته د علم او پرمختګ په لور نوي قدمونه پورته کوي، امید ده ټول اسلامي هېوادونه یې د نورو برخو تر څنګ په تحصیلي برخه کې هم لاسنیوی وکړي. هغه دغه راز ډاډ ورکړ چې دلته به له افغان محصلینو سره په همېشنۍ اړیکه کې وي، ستونزو ته به متوجه وي او د حل لپاره به یې کار کوي.

ورپسې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکټر داتو عبدالعزیز د ښاغلي احمدي له راتګه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د خپلو محصلینو سره مو ولیدل.

نوموړي د البخاري نړیوال پوهنتون په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، هغه زیاته کړه چې یاد پوهنتون کې د نړۍ له ۶۰ زیاتو هیوادونو څخه محصلین په زده کړو بوخت دي چې اوسمهال ۵۷ تنه افغان محصلین هم په خپلو رشتو کې خپل تحصیلي بهیر پر مخ وړي.

نوموړي په راتلونکي کې افغان محصلینو ته د بورسونو د چمتو کولو او لا زیاتو تحصیلي فرصتونو برابرولو په اړه ژمنه وکړه.

له لیدنې وروسته په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت ډیپلوماټانو د یاد پوهنتون له مختلفو برخو لیدنه هم وکړه.

دواړه لوریو په پای کې د ګډې همکارۍ او هماهنګۍ ډاډ څرګند کړ.