مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي د البخاري نړیوال پوهنتون له افغان محصلینو سره ولیدل.

په پیل کې د یاد پوهنتون د افغان محصلینو اتحادیې له لوري په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او ډیپلوماټانو ته ښه راغلاست وویل شو، ورپسې د سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي محصلینو ته خپله وینا واوروله، نوموړي په خپلو خبرو کې د سفارت پر فعالیتونو، له تحول وروسته پر نویو پلانونو او افغان محصلینو ته د سهولتونو برابرولو او ستونزو حلولو په اړه مفصلې او هر اړخیزې خبرې وکړې.

ښاغلي احمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې د محصل، تحصیل، درس، تدریس او ځوانانو په ارزښت وغږېد او له محصلینو یې وغوښتل چې خپلو مسؤولیتونو او وختونو ته متوجه او خپلو درسونو کې موفق واوسي. دا رنګه یې زیاته کړه چې موږ او تاسې دلته په یوه لرې پرته جغرافيه کې د یو عظیم ملت نماینده ګي کوو، باید خپلې عقيدې، فکر او کلتور ته متوجه و اوسو او داسې فکر وکړو چې د امت ټول محکوم او مظلوم مسلمانان موږ ته سترګې په لار دي، باید په لوړ احساس او سترو امیدونو سره درس ووايئ، تر څو په راتلونکي کې د امت په سطحه خدمت وکړئ.

نوموړي دغه راز له فتحې وروسته د ا.ا.ا. پر فعالیتونو، پرمختګونو، مخ ته شته ننګونو او حللارو هم مختصر وغږېد او محصلینو ته یې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ، هغه دغه راز زیاته کړه چې تر دې وروسته به په مالیزیا کې ټول افغان محصلینو سره فعاله اړیکه ساتي، ممتازه هغه به یې د سفارت له لوري ستایل کېږي او هر راز ستونزو ته به د حل لار لټول کېږي.

په پای کې د یاد پوهنتون افغان محصلینو د ښاغلي نقیب الله احمدي له راتګه مننه وکړه او د هغوی د ستونزو د حل، د ممتازو محصلینو د ستاینې او د نېکو توصیو څخه یې قدردانی وکړه