‏مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي د البخاري نړیوال پوهنتون له افغان محصلینو سره ولیدل

‏په پیل کې د یاد پوهنتون د افغان محصلینو اتحادیې له لوري په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې د سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي محصلینو ته خپله وینا واوروله، نوموړي په خپلو خبرو کې د سفارت پر فعالیتونو، او له افغان محصلینو سره د ترسره شوو ناستو په اړه مفصلې او هر اړخیزې خبرې وکړې

‏ښاغلي احمدي د خپلو خبرو په ترڅ کې د محصل، تحصیل، درس، تدریس او ځوانانو په ارزښت وغږېد او له محصلینو یې وغوښتل چې په لوړ احساس او سترو امیدونو سره درس ووايئ، تر څو په راتلونکي کې هېواد او د امت په سطحه خدمت وکړي

‏ښاغلي احمدي د اسلامي نظام پر فعالیتونو، پرمختګونو، مخ ته شته ننګونو او حللارو هم مختصر وغږېد او محصلینو ته یې ډاډ ورکړ، چې زموږ مشران شپه ورځ د وطن د ابادۍ او ولس د هوساینې لپاره کار کوي

‏دا رنګه یې محصلینو ته یادونه وکړه چې تاسې په دې نړیوال پوهنتون کې د لسګونو هیوادونو د محصلینو په منځ کې د افغان عظیم ملت نماینده ګي کوئ، ستاسې اخلاق، تقوا، کرکټر او استعداد باید په ټولو کې معلوم وي، د جماعت د لمانځه، اذکارو، تلاوت، تقوا او یوې فکري حلقې جوړولو توصیه یې هم ورته وکړه

‏په پای کې د یاد پوهنتون افغان محصلینو د ښاغلي نقیب الله احمدي له راتګه مننه وکړه او د هغوی د ستونزو د حل، د ممتازو محصلینو د ستاینې او د نېکو توصیو څخه یې قدرداني وکړه