په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په بلنه په یاد هېواد کې د خارجه وزارت او د مالیزیا د پرمختللو اسلامي زده کړو نړیوال انسټېټيوټ رهبرۍ او ځینو نورو همکارو اداراو مسئولین د ښو او دوستانه اړیکو د لا غښتلتیا په موخه سفارت ته د روژه ماتي برنامې ته دعوت کړل.
په پیل کې ښاغلي احمدي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د مېلمنو په راتګ یې خوښي څرګنده کړه. ښاغلي احمدي د سفارت پر فعالیتونو، خدمتونو او وروستیو مثبتو کړنو او فعالیتونو لنډې خبرې وکړې او له دوست هېواد مالیزیا سره یې په وروستیو ډیپلوماټیکو تعاملاتو او پرمختګونو رڼا واچوله او د دوی له همکارۍ یې مننه وکړه.
راغلو مېلمنو د سفارت له رهبرۍ په مننې وویل چې افغانستان زمونږ مسلمان او ورور هېواد دی، خپلو دوستانه اړیکو او همکاریو ته به دوام ورکړو.
غونډه د روژه ماتي او ماښامنۍ مېلمستیا وروسته، پای ته ورسېده.