په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د البخاري نړیوال پوهنتون له رئیس سره ولیدل

‏ښاغلي نقیب الله احمدي د البخاري نړیوال پوهنتون له رئیس ښاغلي پروفیسور داتو ډاکټر عبدالعزیز سره کیده ایالت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان محصلینو ستونزو شریکولو او ورته نورو موضوعاتو باندې د بحث په موخه ولیدل. ‏په پیل کې ښاغلي احمدي د البخاري نړیوال پوهنتون له رئیس افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې او مناسب تحصیلي چاپیریال چمتو کولو له امله مننه وکړه او هيله یې څرګنده کړه، چې مالیزیا د لا زیاتو تحصیلي بورسونو او فرصتونو په وړاندې کولو له افغانستان سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. هغه دغه راز ډاډ ورکړ چې دلته به له افغان محصلینو سره په همېشنۍ اړیکه کې وي، ستونزو ته به متوجه وي او د حل لپاره به یې کار کوي

‏ورپسې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالعزیز د ښاغلي احمدي له یو ځل بیا راتګ څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د خپلو محصلینو حال اخلئ او ورسره په اړیکه کې یاست

‏نوموړي په راتلونکي کې افغان محصلینو ته د بورسونو د چمتو کولو او لا زیاتو تحصیلي فرصتونو برابرولو په اړه ژمنه وکړه

‏دواړه لوریو په پای کې د ګډې همکارۍ او هماهنګۍ ډاډ څرګند کړ