په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د المعهد العالمي لوحدة الأمة له رئیس سره ولیدل

په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د مسلمانانو د یووالي نړیوال انسټیټیوټ له رئیس ښاغلي پروفیسور دوکتور داوود عبدالملک یحیی الحدابي سره د نوموړي په کاري دفتر کې په مختلفو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل.

ښاغلي نقیب الله احمدي په پیل کې د مسلمانانو د یووالي نړیوال انسټیټیوټ د مشر په لیدو خوښي څرګنده کړه او بیا یې د امت په معاصرو قضایاوو لنډ بحث وکړ.

دا رنګه یې د افغانستان په وروستیو حالاتو خپلواکي، امنیت، پرمختګونو، لاسته راوړنو او په ځانګړې توګه د تحصیلي بهیر اړوند لنډ معلومات وړاندې کړل او دوکتود داوود ته یې وویل چې تاسې په نصاب جوړونه او طرق التدریس کې څلوېښت کلنه تجربه لرئ او د امت لپاره مو په دې برخه کې ډېر کار کړی دی، چې موږ هم اوس غواړو افغانستان کې نصاب په نوي معیاري شکل جوړ کړو، چې په مجموع کې د تعلیمي او تحصیلي بهیر دری برخې ډېرې مهمې دي، چې لومړی نصاب په نړیوال معیار جوړول، دویم تعلیمي او تحصیلي سیستمونه، چې په دې اړوند د مالیزیا تجربه ډېره کامیابه ده، درېیم طرق التدریس د درس لارې چارې، چې شاګرد ته په کومه روحیه درس وویل شي، څومره باید تشویق شي، چې دا ډېر مهم شیان دي.

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون موضوع هم ورسره شریکه شوه، چې مالیزیا په اسلامي بانکدارۍ کې اوږده تجربه لري، په دې برخه کې مو هم همکارۍ ته ضرورت لرو.

ښاغلي احمدي دغه راز د مسلمه امت د یووالي او ستونزو د حل په موخه د داسې مرکزونو شتون او ونډه وستایله، هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان مسلمان ولس هم د داسې مرکزونو له برنامو او ګټو برخمن شي.

ورپسې د یاد انسټیټیټوټ رئیس ښاغلي پروفیسور داوود الحدابي د ښاغلي احمدي له راتګه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

نوموړي د یاد انسټیټیوټ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، هغه زیاته کړه چې د یاد انسټیټیوټ موخه د اسلامي امت وحدت، فکري سمون او یو ځل بیا د امت را پورته کول دي.

ښاغلي داوود د افغانستان اړوند ښه معلومات درلودل او څرګنده يې کړه چې په افغانستان کې ستاسې بریا د امت بریا ده او پر موږ باندې لازمه ده، چې څه مو په وس پوره وي تاسې سره همکاري وکړو، موږ کولی شو تاسې ته د نصاب جوړونې طرق التدریس، اسلامي بانکدارۍ او نورو برخو کې انلاين او حضوري لنډ مهاله سيمينارونه برابر کړو.

تاسې باید د تعلیم تربیې پوهنځي ته زیاته توجه وکړئ، ځکه د راتلونکي نسل استادان له همدې پوهنځي فارغېږي، دا رنګه باید د قیادتونو د روزنې مراکز ولرئ او د ستراتیژیکو مطالعاتو برخه کې باید پراخ کار وکړئ.

په پای کې دواړو لوریو د ګډې همکارۍ او هماهنګۍ ډاډ څرګند کړ.