په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون له عمومي رئیس سره ولیدل

په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون له رئیس ښاغلي تان سري شمس الدين عثمان سره د نوموړي په کاري دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل. ښاغلي احمدي د افغان محصلینو په روزنه کې د یاد پوهنتون ستاینه او مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د ګڼ شمېر پوهنتونونو استادان او محصلین په یاد پوهنتون کې د ماسټرۍ او دکتورا په کچه په زده کړو بوخت دي. نوموړي د افغانستان په تحصیلي بهیر، اوسني وضعیت او اړتیا وړ فرصتونو باندې مفصلې خبرې وکړې او له مقابل لوري یې وغوښتل چې د زیاتو تحصیلي فرصتونو په چمتو کولو کې ورسره د افغان کدرونو په روزنه کې همکاري ډېره او دوامداره کړي، لکه څنګه چې همدا پوهنتون د اسلامي امت لپاره د ځوانو، متعهدو او فکري کدرونو او قیادتونو د روزلو په موخه جوړ شوی دی، هیله ده د همغو موخو په لاس ته راوړلو تمرکز وکړي. دغه راز یې د افغانستان له ځینو پوهنتونو سره د هوکړه لیکونو په اړه هم بحث وکړ، تر څو د افغانستان د پوهنتونو او د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ په مختلفونو برخو کې تحصیلي همکارۍ او د تجربو تبادلې ته لار پرانیستل شي. د دې ترڅنګ یې په یاد پوهنتون کې د مېشتو محصلینو ستونزې هم د حل په موخه د یاد پوهنتون له رهبرۍ سره شریکې کړې. ورپسې د یاد پوهنتون رئیس ښاغلي عثمان د ښاغلي احمدي په لیدو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان په وروستیو حالاتو، تحولاتو او تغیراتو باندې یې مفصلې خبرې اترې وکړې. نوموړي په راتلونکي کې په تحصیلي برخه کې د همکارۍ په اړه ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د موجوده محصلینو ستونزو ته به رسېده ګي وشي. دغه راز یې د افغانستان له پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونو او علمي برخه کې همکارۍ په اړه هم مثبت ډاډ څرګند کړ.