په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت تشریفاتو ریاست له مرستیال سره ولیدل

په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو ریاست له مرستیال ښاغلي محی الدین بن غزالي سره د نوموړي په کاري دفتر کې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو چمتو کولو، کابل کې د استازولۍ پر پرانیستلو، سوداګرۍ دوه اړخیزو ناستو چمتولو کولو او ورته نورو موضوعاتو باندې د بحث په موخه ولیدل. ښاغلي غزالي شته ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې د لازمو حللارو ژمنه وکړه.