په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د یاد هېواد د پوهنې له پخواني وزیر او د مالیزیا د پرمختللو اسلامي زده کړو نړیوال انسټیټېوټ له مشر سره ولیدل

په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د یاد هېواد د پوهنې له پخواني وزیر او د مالیزیا د پرمختللو اسلامي زده کړو نړیوال انسټیټېوټ له مشر پروفیسور ډاکټر مزلي ملک سره د نوموړي په کاري دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل. په یاده لیدنه کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ اړوند د اسلامي تعلیماتو په برخه کې د څړنیزو همکاريو په برخه کې تفاهم لیک او ګډ کار په اړه خبرې اترې وشوې او دا رنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ګډو همکاریو او علمي تجربو شریکولو په موخه د کنفرانس جوړولو باندې بحث وشو. د یاد انسټیټېوټ مشر ښاغلي ملک زیاته کړه چې د ګډو کنفرانسونو، افغان علمي او تاریخي شخصیتونو اړوند پروګرمونو جوړولو او په ټوله کې له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتوالی وښود.