‏په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د یاد هېواد د پوهنې له پخواني وزیر او د مالیزیا د پرمختللو اسلامي زده کړو نړیوال انسټیټېوټ له مشر سره ولیدل

‏په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په خپل دفتر کې د یاد هېواد د پوهنې له پخواني وزیر او د مالیزیا د پرمختللو اسلامي زده کړو نړیوال انسټیټېوټ له عمومي رئیس ښاغلي پروفیسور ډاکټر مزلي ملک سره په خپل کاري دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل.

‏په یاده لیدنه کې د لومړۍ لیدنې په بحث شویو موضوعاتو خبرې وشوې، په تخنیکي، ټکنالوژۍ او مسلکي برخه کې د تحقیقاتو د شریکولو او تجاربو د تبادلې په اړه ګډ هر اړخیز بحث وشو.

‏د دې ترڅنګ په راتلونکي کې د افغان مشهورو شخصیتونو په اړه د کنفرانسونو په جوړولو هم بحث وشو.

‏دواړه لوریو په راتلونکي کې د ښوو او دوستانه اړیکو هیله څرګنده کړه.