‏په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره ولیدل

په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزارت له مشاور ښاغلي داتو احمد اعظم سره په خپل کاري دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل.

په یاده ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د افغانستان او مالیزیا پر اړیکو، وروستیو پرمختګونو او راتلونکو پلانونو بحث وشو. ښاغلي احمدي مالیزیا د افغانستان دوست هېواد وباله او هیله یې څرګنده کړه چې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې موجوده همکارۍ پراخې او نویو بابونو ته لار پرانیستل شي.