په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت له لوري د البخاري نړیوال پوهنتون ممتاز محصل وستایل شو

په کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي له لوري د البخاري نړیوال پوهنتون ممتاز محصل مجتبی امین چې د پوهنتون له لوري یې د ښو علمي او ټولنیزو لاس ته راوړنو په پايله کې د وائیس چانسلر (علمي معاون) اېوارډ ترلاسه کړی وو، د سفارت له خوا د ستاینلیک او تحفې په ورکولو سره وستایل شو. په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفارت له لوري به د ټولو افغان محصلینو هر راز ستونزو ته د رسېدنې تر څنګ د هغوی ستاینې او تشویق په موخه همیشنۍ هڅې دوام ولري.