‏په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت له لوري د ملایا پوهنتون ممتاز افغان محصل وستایل شو

‏په کوالالمپور کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د ملایا پوهنتون د سافټویر انجینیري پوهنځي، د ماسترۍ برنامې محصل ښاغلی نقیب الله صدیقي په خپله څانګه کې د لوړو نمرو اخېستو په پار د سفارت له خوا د ستاینلیک او تحفې په ورکولو سره وستایه.

‏ملایا پوهنتون د مالیزیا تر ټولو بهترین پوهنتون دی، چې نوی یې په نړیوال رنکېنګ کې ۶۰ مقام خپل کړ.

‏په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لوري د ټولو افغان محصلینو او علمي هر راز ستونزو ته د رسېدنې تر څنګ به د هغوی ستاینې او تشویق په موخه همیشنۍ هڅې دوام ولري.