په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت په مالیزیا کې له افغان استادانو او محصلین سره ناسته وکړه

ه مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په بلنه په یاد هېواد کې د افغانستان د ګڼو پوهنتونو استادان چې مالیزیا ته د ماسترۍ او دوکتورا برنامو د تحصیل په موخه راغلي او په نړیوال اسلامي پوهنتون کې افغان استادان پروفیسور دوکتور محمد نقیب او دوکتور حیات الله او په نورو پوهنتونونو کې د محصلینو استازي سفارت ته راوبلل شو. په پیل کې ښاغلي احمدي ټولو استادانو/محصلینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې یاد سفارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د سفارت دروازې د هر افغان پر مخ پرانیستي دي. ښاغلي احمدي د سفارت پر فعالیتونو، خدمتونو او وروستیو مثبتو کړنو او فعالیتونو لنډې خبرې وکړې او له مالیزیا سره پر وروستیو ډیپلوماټیکو تعاملاتو او پرمختګونو یې ګډونوالو ته لنډ معلومات وړاندې کړل. نوموړي زیاته کړه چې له دې وروسته به په مالیزیا کې هر مېشت افغان پرته له کوم توپیره سفارت خپل کور ګڼي او هر راز ستونزه به له موږ سره شریکوي. نوموړی د تعلیم او تحصیل په ارزښت او په ټولنه کې د استاد او محصل په اهمیت هم وغږېد او استادان یې د ټولنې معنوي پانګه وبلله، له هغوی یې وغوښتل چې په مالیزیا کې د پرمختلليو سیستمونو تحقیق وکړي او له موږ سره یې شریک کړي تر څو د آبادۍ په لور د روان افغانستان په جوړولو کې دوی هم برخمن واوسي، دغه راز یې د محصلینو موجوده ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د حللارو په اړه هم خبرې وکړې. ورپسې د غونډې ګډونوالو او د پوهنتون استادانو د سفارت په دغه بېسارې کړنه خوښي څرګنده کړه او دا یې په مالیزیا کې له مېشتو افغانانو سره د اړیکې جوړونې ښه وسیله وګڼله. هغوی زیاته کړه چې تر دې وړاندې په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته په دې کچه پاملرنه نه وه شوې او د یادو غونډې او ناستو ترتیبول یې خورا اړین وبلل، دغه راز یې سفارت ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. په پای کې له ګډونوالو د هغوی نظریات، غوښتنې او ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه یې ډاډ ورکړل شو. غونډه په ماښامنۍ مېلمستیا چې د سفارت له لوري ترتیب شوې وه، پای ته ورسېده.