په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت ډیپلوماټانو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ډیپلوماسۍ او نړيوالو اړیکو انسټېټیوټ په دوه ورځني علمي سیمینار کې ګډون وکړ

په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي او درېیم سکرتر ښاغلي شاهدالله رحیمي د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو انسټېټیوټ دوه ورځني سیمینار کې، چې د ګڼ شمېر نورو سفارتونو ډیپلوماټانو هم ګډون درلود، د مالیزیا کلتور، سیاست، حکومتي جوړښت، جغرافیه، نفوس، ژبې، اقوام، اقتصادي وضعیت او منابع د پرمختګ مزل او په ګڼو نورو برخو کې له دوه ورځني ورکشاپ وروسته سرټیفیکېټونه ترلاسه کړل.

د یاد ورکشاپ په ترڅ کې د ښاغلي احمدي او د نوموړي انسټېټیوټ له مشر سره په راتلونکي کې د نورو افغان ډیپلوماټانو سره د ښوونیزې تبادلې په اړه هم لنډ بحث وشو.