کوالالمپور د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست په مالیزیا کې د دوکتورا دورې افغان محصلینو سره وکتل

مالیزیا د ا،ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په یاد هيواد د دوکتور دورې له افغان کدرونو او استادانو سره په سفارت کې وکتل.

ښاغلي احمدي استادانو ته ښه راغلاست ووایه او د هيواد په پرمختګ کې یې د دوی رول مهم وباله او زیاته یې کړه، چې د آسیا په سويل ختيځ کې د افغان کدرونو او متخصصینو انسجام ضرور دی، تر څو له سفارت سره په همغږۍ د هیواد د پرمختګ، سوکالۍ او علمي ودې لپاره طرحې، پلانونه او سیستمونه جوړ کړي او په یادو هیوادونو کې د امکان تر حده موجوده استادان او محصلین د سفارت له خوا لنډ مهاله تخصصي عملي کورسونو او سیمینارونو ته معرفي شي.

د یادو هیوادونو په پرمختللیو سیستمونو چې موږ په خپل هیواد کې ورته ضرورت لرو لنډ تحقیقات وکړي او له افغانستان سره یې شریک کړو.

موږ غواړو له همدې ځایه د خپل دردېدلي هیواد جوړولو ته مټې را ونغاړو، هغه هیواد چې د ۴۵ کلنو قربانیو اوږده فلسفه لري او اوس يې د ارام ساه اخیستې ده، غواړو یو بل ته لاسونه ورکړو او خاص د الله تعالی د رضا لپاره د ټپي ټپي هیواد دردونو ته درمل شو.

د اسیا په سویل ختیځ کې ټولو متخصصو او اهل خبره افغانانو وروڼو ته په کوالالمپور کې د ا.ا.ا لوی سفارت ستاسې مشورو او د هیواد لپاره د فرصتونو په ګوته کولو ته سترګې په لار دی، موږ او تاسې به په ګډه د خپل ولس لپاره کار کوو.

استادانو د سفارت هڅې وستایلې او په یاده برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.