کوالالمپور کې د ا.ا،ا لوی سفارت سرپرست د مالیزیا د تخنیکي همکارۍ د پروګرام له رئیس سره ولیدل

د ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا د تخنیکي همکارۍ د پروګرام له رئیس ښاغلي ډیورین جېک سره د یاد هيواد په بهرنیو چارو وزارت کې وکتل، یاده اداره نړیوال تخنیکي او مسلکي لنډ مهاله پروګرامونه لري، چې له ټولې نړۍ څخه دولتي مامورین پکې ګډون کوي.

ښاغلي احمدي د افغانستان او ماليزيا د اړیکو اړوند خبرې وکړې او څرګنده يې کړه، چې موږ د دولتي مامورینو د ظرفیت لوړونې لپاره غواړو ستاسې له پروګرامونو څخه ګټه واخلو.

ښاغلي جېک په لیدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې موږ اماده یو، ستاسې دولتي مامورینو ته لنډ مهاله پروګرامونه برابر کړو، تاسې برخې راته انتخاب کړئ موږ به یې خپل پروګرام کې شاملې کړو.

په پای کې په دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو ټينګار وشو.