کوالالمپور کې د ا.ا،ا لوی سفارت سرپرست د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر له سلاکار او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي سره وکتل

‏مالیزیا کې د ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي په خپل دفتر کې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر له مشاور او افغانستان لپاره ځانګړي استازي ښاغلي داتو احمد اعظم سره کابل ته د دوی د وروستي سفر موضوعاتو د تعقیب په موخه ولیدل. د سفارت سرپرست ښاغلي داتو اعظم ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان ته د وروستي سفر په اړه يې ورنه وپوښتل؟ ښاغلي داتو اعظم خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې کابل ته مو ډېر ښه سفر درلود ، خوشاله یم چې هلته مو ښه ملاقاتونه درلودل او زموږ ډېر قدر وشو.

‏ښاغلي احمدي څرګنده کړه چې مالیزیا زموږ دوست هیواد دی، د یاد سفر په موضوعاتو او پایلو به په شریکه کار کوو تر څو دا دوه مسلمان هیوادونه نور هم سره نږدې کړو.

‏لیدنه په دوستانه فضاء کې پای ته ورسېد