کوالالمپور کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت په اختریز پروګرام کې ګډون وکړ

مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست د یاد هیواد بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه د کوچني اختر د مبارکۍ په پار مراسمو کې ګډون وکړ. یاد پروګرام چې د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت کې جوړ شوی وو، د بهرنیو هیوادونو سفیرانو او ګڼ شمېر مېلمنو هم ګډون کړی وو. مالیزیا هیواد کې تر یوې میاشتې اختر لمانځل کېږي.