کولالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د تعلیم نړیوالو خدمتونو رئیس سره ولیدل

ښاغلي نقیب الله احمدي په خپل دفتر کې د مالیزیا د زده کړو د نړیوالو خدمتونو رئیس ښاغلي پروفیسور ډاکټر عبدالرزاق ته ښه راغلاست ووایه.
ښاغلي احمدي په افغانستان کې د تعلیمي، سیاسي او اقتصادي حالت اړوند خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې الحمدلله ثبات او امنیت په راتګ سره د پرمختګ کارونه روان دي، خو د زده کړو په برخه کې لا زیات کار ته ضرورت دی، په دې برخه کې د اسلامي نړۍ همکاریو ته ضرورت لرو خاصتاً مالیزیا چې يو اسلامي او پرمختللی هېواد دی.
ښاغلي احمدي په مالیزیا کې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې افغان محصلینو د کورنۍ د ویزو ستونزې شریکې کړې، چې د ویزو په اخیستو کې ځینې ستونزې لري.
ښاغلی دوکتور عبد الرزاق چې په مالیزیا کې نوموتی سیاستمدار او د اسلام فوبیا او صلحې په برخه کې د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر ځانګړی استازی دی، نوموړي د سفارت له رهبرۍ څخه د ملاقات په اړه مننه وکړه، له افغانستان سره یې مینه وښوده او څرګنده یې کړه چې را روانه میاشت افغانستان ته سفر کووم.
د محصیلینو د کورنۍ راوستلو پروسه کې یې د مشکلاتو په اړه وویل چې له خپل ټیم سره به مشوره وکړي او په دې اړه به یوه درې اړخیزه ناسته د سفارت، ایمیګرېشن او یادې ادارې د رهبرۍ ترمنځ دائره کړي تر څو ستونزې معلومې او حل لارې ورته ولټول شي