‏د لوی اختر د مبارکۍ پیغام

‏په کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت په مالیزیا، برونای او تایلند کې ټولو مېشتو درنو هېوادوالو، د نړۍ مسلمانانو او د سفارت درنو کار کوونکو ته د لوی اختر مبارکي وايي، نېکې پېرزوينې ورته وړاندې کوي او د لوی خدای جل جلاله له دربار څخه د بریالیتوب، خوښۍ او سوکالۍ هیلې ورته لري.

‏څښتن تعالیٰ ته د دعا لاسونه لپه کوو، چې د دې سپېڅلو او نېکمرغه ورځو په برکت زموږ او ستاسې قربانۍ، دعاګانې، د حاجیانو مناسک او ټول عبادتونه په خپل دربار کې قبول، په هېواد کې راغلی امنیت دایم، شرعي نظام مستحکم او د خلکو ترمنځ د يووالي فضاء لا پسې قوي شي، تر څو مو هیواد د شریعت تر سیوري لاندې د ابادۍ په لور ګړندي قدمونه پورته کړي.

‏اختر مو بختور، خوښۍ مو تلپاتې شه