مالیزیا کې د ا،ا.ا لوی سفارت سرپرست د مالیزیا د دیني چارو له وزیر او د علماوو د نړیوالې ټولنې له رئیس سره ولیدل

ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا په دولتي پلازمېنه پوتراجایا کې د یاد هیواد د دیني چارو وزیر ښاغلي داتو ډاکټر محمد نعیم مختار او د علماوو د نړیوالې ټولنې له مشر ښاغلي پروفیسور دوکتور علي محي الدين القره داغي سره د ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل.

په یاده لیدنه کې ښاغلي احمدي د افغانستان په نویو حالاتو، شرعي نظام، وروستیو پرمختګونو، امنیت، مخدره موادو پر بندېدو، د معتادینو تداوي او سترو دولتي پروژ باندې رڼا واچوله، مالیزیا او افغانستان یې دوه مسلمان او دوست هیوادونه وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې زموږ نظام د علماوو نظام ده او د نړۍ د علماوو همکاري ورسره اړینه ده.

ښاغلي وزیر له افغانستان او افغان ملت سره خپله مینه څرګنده کړه او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

دا رنګه ښاغلي شیخ القره داغي هم له افغان مجاهد ملت سره د خپلې تودې مینې څرګندونه وکړه او ویې ویل چې الحمدلله د اسلامي امارت مشران ډېر مدبر خلک دي موږ ورسره تماس کې یو، د ا.ا له خوا د معتادینو تداوي یو ډېر ستر کار ده، چې په نورو برخو کې هم ورته د کامیابۍ هیله کوو.