مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لوري له امریکايي اشغال څخه د خپلواکۍ درېیمه کلیزه ولمانځل شوه

مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت له لوري له ګران هېواد افغانستان څخه د وروستي امریکايي عسکر د وتلو او د هيواد د سترې فتحې درېیمه کلیزه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د کوالالمپور په انټرکانټينينټل هوټل کې ولمانځل شوه.

په لمانځغونډه کې د ماليزيا د بهرنيو چارو وزير مشاور او د أفغانستان لپاره ځانګړي استازي د بهرنيو چارو، دفاع، کورنیو چارو او نورو وزارتونو مسؤلينو، دا رنګه د سنګاپور، متحده عرب اماراتو، قطر، عمان، بحرين، لبنان، ترکمنستان، اذربايجان، تاجکستان، ایران، پاکستان او مالديف هېوادو سفیرانو، دا رنګه د فلسطین، برونای، ويتنام، روسيې، ارجنتاين، ونزويلا او کويټ سفارتونو معاونينو او ګڼو نورو هېوادونو ډیپلوماټانو، د مالیزیا د مشهورو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو، په مالیزیا کې مېشتو افغان سوداګرو، محصلینو، علمي او اکاډمیکو اشخاصو ګډون کړی و.

د دې ترڅنګ د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست رئیس ښاغلي مفتي نور احمد نور له كابل څخه د ځانګړي مېلمه په حیث هم په یاده غونډه کې ګډون درلود. غونډه د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل او ورپسې د سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د افغانستان د خپلواکۍ د درېيمې کلیزې د مبارکۍ تر څنګ يې د شل کلن اشغال په ناخوالو، جهادي مبارزه، سرښندنو، د مالیزیا او افغانستان اړیکو او د ا.ا په بهرني سیاست خبرې وکړې.

له کابل څخه راغلي مېلمه ښاغلي مفتي نور احمد نور هم د افغانستان د حالاتو او بهرنۍ ډيپلوماسۍ اړوند وینا وکړه. ورپسې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر مشاور او ځانګړي استازي ښاغلي داتو اعظم هم د مالیزیا او افغانستان په اړیکو او مرستو خبرې وکړې، په پای کې د مالیزیا د پرلیس ایالت مفتي ښاغلي پروفیسور دوکتور محمد عصري وینا وکړه افغانان یې د جهاد او مبارزې سر لاري یاد کړل او د دې عظیمې فتحې مبارکي يې ټول افغان ملت ته وویله. له دې وروسته د افغانستان اړوند جوړه شوې تاريخي او جهادي ویډیو د سکرين پر مخ ګډونوالو ته وښودل شوه. غونډه د سفارت له خوا په را بلل شوې مېلمستيا پای ته ورسېده.