مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او د افغانستان د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو رسمي پلاوي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي آسیا ریاست له رئیسې سره ولیدل

ښاغلي نقیب الله احمدي د افغانستان د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو څخه د راغلي پلاوي په ملتیا د مالیزیا دمالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او د افغانستان د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو رسمي پلاوي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي آسیا ریاست له رئیسې سره ولیدل

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو د ریاست له رئیسې سره په مالیزیا کې د افغان محصلینو په ستونزو د بحث او تحصیلي برخه کې د همکارۍ په موخه ولیدل. یاده لیدنه کې د دواړه لوریو ترمنځ د تحصیلي همکارۍ پر پراختیا مفصل بحث وشو، دغه راز په مالیزیا کې د مېشتو افغان محصلینو په ستونزو خبرې وشوې او د حل مناسبو حللارو باندې بحث وشو، چې د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د اکاډمیکو کدرونو تبادله، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اړوند بخشونو ظرفیت لوړونه او د مدیریت په برخه کې همکاري، د لنډ مهاله روزنیزو برنامو ترتیبولو ترڅنګ ګڼ شمېر نور موضوعات پکې شامل و. د دې ترڅنګ یاد پلاوی پلان لري چې د مالیزیا له معتبرو پوهنتونونو سره د خپلو کدرونو د روزنې په موخه د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، مقابل لوري له خپله اړخه په یاده پروسه کې د همکارۍ او هماهنګۍ ژمنه وکړه. کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت هڅه کوي چې په تحصیلي برخه کې له مالیزیا سره ښکېلتیا پراخه او د دې پرمختللي اسلامي هېواد بریالۍ تجربه افغانستان ته ولېږدوي.