مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت رسمي پلاوي په مالیزیا کې د ملایا پوهنتون له عمومي رئیس سره ولیدل

مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت رسمي پلاوي په مالیزیا کې د ملایا پوهنتون له عمومي رئیس سره ولیدل کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پلاوي په ملتیا په مالیزیا کې د UM (University Malaya) پوهنتون له عمومي رئيس ښاغلي پروفیسور داتو سري ډاکټر نور ازوان ابو عثمان سره په تحصیلي برخه کې د همکارۍ په موخه ولیدل. یاده لیدنه کې د دواړه لوریو ترمنځ د تحصیلي همکارۍ پر پراختیا مفصل بحث وشو. ښاغلي احمدي له مالیزیا سره د وروستیو تحصیلي پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او راتلونکي کې یې د زیاتې همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه. د لوړو زده وزارت پلاوي له نوموړي پوهنتون سره د خپلو کادرونو د روزنې په موخه د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې هوکړه لیک لاسلیکولو په اړه هم ابتدایي خبرې وکړې. دغه راز یې د اکاډمیکو کادرونو تبادله، د محصلینو ایکس چېنج سیستم، د جواین ډیګري پروګرام، چې د دوکتورا برنامې محصلین به د یو سمستر درس لپاره مالیزیا ته راځي نور تحقیق به افغانستان کې کوي، یو لارښود استاد به له مالیزیا او بل د افغانستان اړوند پوهنتون نه ورته ټاکل کېږي او سند به د دواړو پوهنتونونو لخوا ورکول کېږي، دا رنګه د لنډ مهاله روزنیزو برنامو ترتیبولو ترڅنګ ګڼ شمېر نور موضوعاتو باندې هم تفصیلي خبرې وکړې، چې ښاغلي ابو عثمان له خپل اړخه د موافقې او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.