مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او د افغانستان لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارت رسمي پلاوي له افغان محصلینو سره ولیدل

مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او د افغانستان لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارت رسمي پلاوي له افغان محصلینو سره ولیدل کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د افغانستان د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو څخه راغلي پلاوي په مالیزیا کې د مېشتو افغان محصلینو سره په سفارت کې د هغوی د ستونزو د حل په موخه ولیدل. یاده لیدنه کې د افغان محصلینو ستونزې واورېدل شوې، د حل په موخه یې له مرکز څخه راغلي پلاوي هر اړخیز بحث وکړ او له مالیزیايي اړخ او پوهنتونونو سره يې د شریکولو ژمنه وکړه. مالیزیا کې مېشتو افغان محصلینو د سفارت له رهبرۍ او راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او د خپلو ستونزو د حل لپاره یې لازمي مشورې او وړاندیزونه شریک کړل. له مركز څخه راغلي پلاوي محصلینو ته ډاډ ورکړ، چې د تحصیلي دورې تر پایه به د دوی هر راز ملاتړ کوي او راتلونکي کې به د نورو افغان کدرونو د روزنې په موخه د مالیزیا له نورو معتبرو پوهنتونونو سره هم هوکړه لیکونه لاسلیکوي.