مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت رسمي پلاوي په مالیزیا کې د UITM پوهنتون له عمومي رئیس سره ولیدل

مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت رسمي پلاوي په مالیزیا کې د UITM پوهنتون له عمومي رئیس سره ولیدل کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پلاوي په ملتیا په مالیزیا کې د UITM (Universiti Teknologi MARA) پوهنتون له عمومي رئيس ښاغلي پروفیسور ډاکټر شهرین سره په تحصیلي برخه کې د همکارۍ په موخه ولیدل. یاد لیدنه کې د دواړه لوریو ترمنځ د تحصیلي همکارۍ پر پراختیا مفصل بحث وشو، چې د اکاډمیکو کدرونو تبادله، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اړوند بخشونو ظرفیت لوړونه او د مدیریت په برخه کې همکاري، د لنډ مهاله روزنیزو برنامو ترتیبولو ترڅنګ ګڼ شمېر نور موضوعات پکې شامل وو. د دې ترڅنګ یاد پلاوی پلان لري چې له نوموړي پوهنتون سره د خپلو کادرونو د روزنې په موخه د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې هوکړه لیک لاسلیک کړي، مقابل لوري له خپل لوري په یاده پروسه کې د همکارۍ او هماهنګۍ ژمنه وکړه.