مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست او د لومړي سیاسي ریاست رئیس د یاد هیواد پوهنې وزارت د نړیوالو اړیکو او سټراټیژیک پلان ریاست له رئیسې سره ولیدل

ښاغلي مفتي نور احمد نور او د سفارت سرپرست ښاغلي احمدي د مالیزیا د پوهنې وزارت د سټراټیژیکو اړیکو ریاست له رئیسې آغلې فاضیله فاضل سره د ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه د نوموړې په دفتر کې ناسته ترسره کړه. په دغه ناسته کې د مالیزیا هیواد په تعلیمي برخه کې د پرمختګونو په تړاو معلومات وړاندي شول او د افغانستان د تعلیمي ادارو په پیاوړتیا، د ښوونیزو مرکزونو په جوړولو او ګڼو مسلکي برخو کې د ښوونې او روزنې په اړه هر اړخیز بحثونه وشول. همدا رنګه مالیزیا ته د افغانستان د پوهنې وزارت د پلاوي د سفر د برابرولو له امله مننه وشوه او د سفارت له لوري د هر راز همکارۍ او هماهنګۍ ډاډ ورکړل شو. آغلې فاضل په یاده لیدنه خوښي څرګنده کړه او دا یې راتلونکي کې په تعلیمي برخه کې د همکارۍ پيلامه وګڼله او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ هر اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې شي