مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د لوړو زده کړو وزارت رسمي پلاوي سره ولیدل

د ا.ا.ا. د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارت رسمي پلاوي کوالالمپور ته د رسمي سفر په ترڅ کې د سفارت له سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي سره ولیدل. ښاغلي احمدي یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووایه د مالیزیا او دلته د تحصیلي سیستم او فرصتونو اړوند یې معلومات وړاندې کړل، دا رنګه د یاد سفر موخه مالیزیا کې د افغان محصلینو د ستونزو حل، راتلونکي کې افغان محصلینو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت اړوند استادانو ته د ماسترۍ او دوکتورا برنامو برابرول، د مالیزیا له سترو پوهنتونونو سره د علمي همکاریو تفاهمنامې لاسلیکول او ګڼ شمېر نور مسایل دي. دا رنګه په غونډه کې د اجنډا په ترتیب، له دولتي ادارو او د مالیزیا له معتبرو پوهنتونونو او مالیزیا کې په زده کړو بوختو افغانانو ترمنځ د ناستو او لیدنو په برابولو هر اړخیز بحث وشو.