‏مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د مالیزیا د وقف او زکات ادارې له اجرائیوي مرستیال سره ولیدل

‏په کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا د زکات او وقف ادارې له اجرائیوي مرستیال ښاغلي محمد فیضي بن عابدین سره په یاده اداره کې د مختلفو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل.

‏یاده لیدنه کې د مالیزیا د زکات او وقف ادارې د اجرائیوي مرستیال او ورسره مل کاري ټیم له لوري په مالیزیا کې د زکات او وقف په اړه مفصل معلومات وړاندې شول، چې پکې د زکات راټولونې ترڅنګ د زکات او وقف اړوند مسایلو تنظیم، ترتیب او نور امور هم شامل و.

‏ورپسې ښاغلي احمدي په اسلام کې د زکات او وقف په ارزښت د خبرو ترڅنګ د افغانستان اوسنی وضعیت هم مقابل لوري ته تشریح کړ. ښاغلي احمدي دغه راز له مالیزیایي لوري غوښتنه وکړه چې د زکات او وقف په اړه له افغانستان سره خپلې کامیابې تجربې شریکې او د یو مسلمان هېواد په توګه خپله برخه مرسته او همکاري ترسره کړي. نوموړي وغوښتل چې د زکات او وقف په برخه کې د افغانستان د یادو ادارو د مسؤلینو روزنه، د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ د پلټ فورمونو ایجاد او راتلونکي کې دوامداره همکاري به د دواړو هېوادونو په اړیکو پیاوړې مثبته اغېزه ولري.

‏د مالیزیا د زکات او وقف ادارې مسؤولینو هیله څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره به په یاده برخه کې همکاري ولري.