په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو نوي رئیس ښاغلي (کینډي مایونګ اونون) سره د نوموړې په کاري دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل. په پیل کې ښاغلي اونون ته د نوي ماموریت د پیل په پار مبارکي وویل شوه، ورپسې د افغانستان او مالیزیا په وروستیو پرمختګونو او اړیکو مفصلې او هر اړخیزې خبرې وشوې. ښاغلي احمدي مقابل لوري ته د هر راز همکارۍ او همغږۍ په موخه د سفارت له اړخه ډاډ ورکړ او راتلونکي کې یې د نږدې اړیکو پیاوړتیا ته لېوالتیا څرګنده کړه. ښاغلي اونون، په لومړي تعارفي مجلس خوښي څرګنده کړه، نوموړي له افغانستان سره د مالیزیا پهٔ اړیکو، اوسني وضعیت او افغانستان په اړه د مالیزیا په لیدلوري او راتلونکي پلانونو مفصلې خبرې وکړې. دواړه لوریو هیله څرګنده کړه چې لکه د تېر په څېر به په راتلونکي کې هم د ګډو کاري همکاریو پر مټ د اړیکو کچه لوړه او دواړه هېوادونه لا سره نږدې کړي.