‏مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د مالیزیا د حج ادارې (تبونګ حاجي) له اجرايوي رئیس سره ولیدل

‏په کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا د حج ادارې (تبونګ حاجي) له رئیس ښاغلي محمد امین سره په یاده اداره کې د حج اړوند مسایلو د بحث په موخه ولیدل.

‏دواړه لوریو په پیل کې په خپلو هېوادونو کې د حج اړوند مراحلو او مسایلو باندې لنډې خبرې وکړې، چې په زیاتو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مشترکات موجود و.

‏ښاغلي احمدي د حج په برخه کې د مالیزیا له کامیابې تجرې څخه د استفادې په موخه د دواړو هېوادونو د حج اړوند ادارو ترمنځ د هماهنګۍ او ګډې همکارۍ پرانیستلو او دوام ورکولو هیله او غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې دواړه مسلمان هېوادونه زیات مشترکات لري، دا ډول همکاري به په راتلونکو اړیکو ښه اغېز ولري.

‏مقابل لوري د افغانستان د حج سيستم د ستاینې وړ وباله او د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سره د همکارۍ او هماهنګۍ پیلولو ته یې چمتوالی وښود، زیاته یې کړه چې افغانستان کولای شي په کم وخت کې د حج په برخه کې لکه د مالیزیا پرمختګ وکړي او د یو منظم سیستم لرونکی شي.

‏د مالیزیا د حج اداره چې د مالیزیا د مذهبي چارو وزارت تر چتر لاندې کار کوي په مالیزیا کې د حج اړوند چارې مخته وړي، د حج په برخه کې د ښو خدماتو او حاجیانو ښې روزنې له امله یې د مذهبي چارو وزیر سږکال د سعودي عربستان حکومت له لوري اېوارډ هم ترلاسه کړی او د غوره هېوادونو په لېست کې راغلي دي.