په کوالالمپور کې د.ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د پطروناس (د مالیزیا د تېلو او ګازو) سترې کمپنۍ له مشر ښاغلي داتو انجنیر باچو پیلونګ سره د یادې کمپنۍ په مرکزي دفتر ټوین تاورز کې ولیدل. ښاغلي احمدي په پیل کې د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، د افغانستان د نفتي زېرمو احصایه او ګڼ شمېر نورو مسایلو باندې یې مفصلې خبرې وکړې. دغه راز د کانونو او پېټرولیم وزارت سره د مسؤلینو په تخنیکي روزنه، ظرفیت لوړونه، د کانونو او ګازو د استخراج، اکتشاف او قرارداد ورکولو په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه وشوه. ښاغلي داتو پیلونګ د افغانستان طبیعي زېرمو د وروستیو ارقامو له اورېدو وروسته وویل چې دا ارقام په ټوله سیمه کې لوړ ترین ارقام دي او په دغه برخه کې کار کول د افغانستان پر اقتصاد خورا پیاوړی مثبت رول لرلی شي. نوموړي په یادو شویو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د کانونو او پېټرولیم وزارت اړوند تخنیکي مسؤلینو روزنې ته چمتو دي. پطروناس په مالیزیا کې د تېلو او ګازو ستره کمپنۍ ده، چې په لسګونو بهرنیو هېوادونو کې یې هم زیاته پانګونه کړې ده، په یاده ناسته کې له افغانستان سره د همکارۍ تر پیلولو وروسته د همکارۍ پر دوام او د کانونو او ګازو د استخراج په برخه کې افغانستان کې هم د پانګونې په اړه ژمنې وشوې