مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست په مالیزیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له استازي سره ولیدل

مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په یاد هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له استازي ښاغلي توماس البریکټ سره په خپل کاري دفتر کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه ولیدل. یاده ناسته کې د ښاغلي احمدي له لوري د افغانستان د وروستي هر اړخیز وضعیت په اړه مفصل معلومات وړاندې شول او زیاته یې کړه چې موږ د سفارت له لوري خپلو هیوادوالو ته په چټک ډول خدمات وړاندې کوو او کومې ستونزې چې ستاسې مربوط کېږي د حل غوښتنه یې کوو. ښاغلي توماس د سفارت له سرپرست سره په لیدنه خوښي څرګنده کړه او له خپل اړخه یې په مالیزیا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې او حل په موخه مفصلې خبرې وکړې. نوموړي وویل چې په وروستیو کلونو کې د کډوالو شمېر خورا زیات شوی او دوی هڅه کوي چې ستونزو ته یې حل لارې ومومي. په یاده برخه کې یې د سفارت له ډاډګیړنې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د اړتیا پر مهال به د افغان کډوالو د ستونزو د حل او نورو اړینو موضوعاتو پېښېدو په صورت کې له سفارت څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.