کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په یاد هېواد کې د روسیې له سفیر ښاغلي نیایل لطیپوف او دا رنګه د منځنۍ آسیا، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان، اذربایجا او قرغزستان هیوادونو له سفیرانو سره د سفارت په مقر کې ولیدل. یاده لیدنه کې چې د سفارت لخوا مېلمستیا هم پکې چمتو شوې وه، د روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو سره د ا.ا.ا. پر اړیکو او د سیمې له نورو هېوادو سره پر تعامل هر اړخیزې خبرې وشوې، چې د سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ د دوستانه او تلپاتې اړیکو پر څرنګوالي بحث وشو. یاد هېوادونه د افغانستان مهم ګاونډي او دوست هېوادونه وبلل شو او د پخوانیو اړیکو پر دوام راتلونکي کې د اړیکو د کچې لوړولو او ګڼو برخو کې د تعامل پر زیاتېدا هم خبرې وشوې. ښاغلي احمدي د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت او مرکزي حکومت تر بل هر وخت ډېر د پانګونې لپاره چمتو وباله. د روسیې فارمټ غونډې ستر نوښت دی، چې د ا.ا په بهرني سیاست کې خورا ارزښت لري، له ترکمنستان سره د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ په اقتصادي اړیکو هم بحث وشو، چې د ټاپي پروژې ترڅنګ د برېښنا او نورو سترو پروژو یادونه وشوه. ازبکستان سره په سیاسي برخه کې د اړیکو د پراختیا په یادولو سره هلته د نوي افغان سفیر د ماموریت د پیل ترڅنګ په سوداګریزه برخه کې د افغان ټرانس رېل پروژې، اړوند هم خبرې وشوې. تاجکستان سره د تجارتي اړیکو پر پیاوړتیا د بحث تر څنګ کابل ته د نوي تاجک سفیر د راتللو او ماموریت پیلول ارزښتمن وبلل شو. ښاغلي احمدي دغه راز قزاقستان کې د افغان ډیپلوماټانو منل د ښو سیاسي اړیکو پیلامه وبلله او د تېر یو کال په ترڅ کې د درېیو سترو ګډو تجارتي نندارتونونو جوړېدل په تجارتي برخه کې مهم پرمختګ یاد کړ. د قرغزستان له لوري د ممنوعه ډلو له لېست څخه د ا.ا نوم لرې کول یې په سیاسي برخه کې ښه اقدام وباله او کاسا زر ستره برېښنايي پروژه یې د دواړو هېوادونو لپاره مهمه وبلله. اذربایجان لومړی هیواد وو چې له فتحې وروسته یې په کابل کې نوی سفارت خلاص کړ او سفیر یې را ولېږه، چې په دې سره د دواړو هیوادونو تر منځ په سیاسي برخه کې ښه تعامل را منځ ته شوی دی. د روسیې او منځنۍ اسیا هیوادونو سفیرانو د یادې ناستې او مېلمستیا له امله مننه وکړه او د نظریو د تبادلې، په اړیکو د بحث او ګڼو نورو موضوعاتو د څېړلو په موخه یې دغه ډول ناستې خورا اړینې وبللې، ټولو هیله څرګنده کړه چې دولتونه به یې له افغانستان سره په هره برخه کې د تېرو اړیکو پر دوام ښه روابط او د لوړې کچې تعامل ولري.