مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د ایم، آی، ان مشورتي کمپنۍ له رئيس ښاغلي داتو ډاکټر دنیس ګانندرا او مل پلاوي سره ولیدل

ښاغلي دنیس د سفارت له رهبرۍ څخه د ملاقات په اړه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې Min Consulancy له تېرو دوه لسیزو څخه د سرک، هایوې، ښار جوړونې او لمریزې انرژۍ په برخه کې کار کوي او د نړۍ په ۲۸ هیوادونو کې فعالیت کوو، غواړو د افغانستان سرک جوړونې، لمریزې انرژۍ، د ښار او هایوې ګانو پلان جوړولو په برخه کې کار وکړو او افغانستان ته د سفر په اړه ستاسې همکارۍ ته اړ یو څو مو له خصوصي او دولتي ساختماني شرکتونو سره ناستې ترتیب کړئ. ښاغلي احمدي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې يې د سیاسي او اقتصادي حالت اړوند خبرې وکړې، جوته یې کړه چې الحمدلله د ثبات او امنیت په راتګ سره د پرمختګ کارونه په چټکۍ مخته روان دي. یاد پلاوي ته افغانستان ته د سفر په اړه د هر راز همکاری ډاډ ورکړل شو.