مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا د پارلمان له وکیل او د لومړي وزیر په دفتر کې له پخواني وزیر ښاغلي داتو سري شاهدان قاسم سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

یاده لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا په اړیکو، وروستیو پرمختګونو، سوداګریزو فرصتونو، تعلیمي او تحصیلي مسایلو بحث وشو. ښاغلي احمدي مالیزیا دوست هېواد وباله او څرګنده یې کړه، چې اوسنی نظام د افغانستان اړوند مثبت نظر لري او ښې اړیکې ورسره لرو، هیله ده د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراختیا ومومي او په مختلفو برخو کې د همکارۍ فرصتونه رامنځته شي. ښاغلي قاسم په خپلو خبرو کې د مالیزیا او افغانستان د اړیکو په ارزښت وغږېد ، دواړه مسلمان هېوادونه یې نږدې وبلل او له افغانستان سره یې د همکارۍ هیله څرګنده کړه.